1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې موټربم چاودنه، اته امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

هرات-6-1536x1087
01 Apr 2021

په هرات کې په دوو جلا جلا پیښو کې، اتو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات والي وايي چې تیره شپه د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر مدیریت موټربم چاودنه شوې چې په پایله کې یې دوو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې له دې چاودنې وروسته د شینډنډ ولسوالۍ د ملي امنیت پر مدیریت ډله ییز برید هم کړی چې دې نښتې بیا تر نیمې شپې دوام درلود.

له بلې خوا نن سهار د هرات ښار په شمال کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پیوستې چاودنه کې درې تنه مړه او ټپیان شوي دي.