په هرات ولایت کې موټربم چاودنې په پایله کې درییو امنیتي سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
سیمه ییز پازوال وايي چې تیره شپه (وري ۲۷مه) د لسو بجو په شاوخوا کې طالب جنګیالیو له درییو خواو د دې هرات زنده جان ولسوالۍ پر بازارک پوستې برید وکړ او دا پوسته یې د موټربم چاودنې موخه وګرځوله.
د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي د دې پیښې په پخلي سره وايي چې په دې چاودنه کې درییو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ښاغلی قتالي زیاتوي چې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او امنیتي ځواکونو ته د لا ډیرې مرګ ژوبلې مخنیوی شوی دی.
د راپورونو پربنسټ اوسمهال د دې ولایت په چشت شریف، اوبه، کوه زور، کشک کهنه، گلران او زنده جان ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته دوام لري.