په هرات ولایت کې د ناپيژانده وسله والو کسانو په ډزو کې درییو تنو ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان شوي دی.
امنیتي سرچینې د دې پیښې په پخلي سره آرزو ټلویویزیون ته وايي چې تیره ورځ ماښام یو شمیر کورنۍ چې د تفریح لپاره د هرات انجیل ولسوالۍ اړوند ساوه کلي کې یوه باغ ته تللي وو، د وسله والو کسانو تر ډزو لاندې راغلي دي چې په پایله کې یې درییو تنو ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان دي.
د سرچینو په وینا لومړنۍ څيړنې ښيي چې ناپیژانده وسله وال کسان مخکې له مخکې په دې باغ کې ځای پر ځای شوي وو او د میلمنو له ورتګ څخه خبر وو.
سرچینه زیاتوي چې دا پیښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي هم دي.
دې سرچینې همدا شان ویلي دي چې د قربانیانو او ټپيانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
له بلې خوا د هرات د پولیس مشرۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده د دې خبر په پخلې سره وايي چې په دې پیښه کې دوو میرمنو او یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.