1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې په دوو ترافیکي پیښو کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

01-4-1536x864
25 May 2021

په هرات کې په دوو ترافیکي پیښو کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان دي.

د هرات امبولانس پازوال محمدابراهیم محمدي وايي چې یو ۳۰۳ ډوله بس موټر د هرات – کندهار پر لویه لار میرداودخرات سیمه کې له یوې کرولا موټر  ټکر کړی چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی محمدي زیاتوي چې د هرات – تورغندۍ پر لویه لار یوې بلې ترافیکي پیښې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.