1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې په کرونا درې تنه شکمن اخته کسان قرنطین شول

Herat
23 Feb 2020

د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي چې دا کسان په دې وروستیو کې له ایران څخه ستانه شوي وو او اوس مهال په قرنطین کې دي.

د هرات سیمه ییز پازوال په دې ولایت کې په کرونا ویروس د درییو کسانو د اخته کیدو د شک خبر ورکوي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویلي چې دا کسان ایران ته تللي او راغلي، خو د ویروس د تشخیص لپاره د دې کسانو معاینې کابل ته استول شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت هم دا منلې چې په کرونا ویروس د اخته کیدو په شک درې تنه، په هرات ولایت کې پيژندل شوي او دا کسان اوس مهال قرنطین دي.

د هرات د عامې روغتیا مرستیال، محمد آصف کبیر، آرزو ته وویل چې دوی په کرونا ویروس د اخته کسانو د قرنطین او کنټرول لپاره یوه برخه چمتو کړې ده.

د ښاغلي کبیر په وینا، دوی په هرات کې د دې ویروس د مخنیوي لپاره له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د ګډ عملیاتي جوړښت پر سر کار پیل کړې او هڅې روانې دي.

له دې سره، نن یو شمیر ځوانانو، په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه، په هرات ولایت کې د عامه پوهاوي برنامه ترسره کړه.

د هرات د ولایتي شورا مرستیال، توریالی طاهري چې په دې برنامه کې ګډون کړی وو، د کرونا ویروس د اټکلیزو پیښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د لویدیځ زون د روغتونونو د لا سمبالیدو غوښتونکی شو.

د کرونا ویروس یا کوید ۱۹ له چین څخه پیل شو او وروسته بیا په چټکۍ په آسیا، اروپا، امریکا او افریقا کې نږدې ۳۴ هیوادونو ته خپور شو.

د وروستیو ګزارشونو پر بنسټ، تراوسه په ۳۴ هیوادونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر نږدې ۷۹ زرو تنو ته رسیدلی چې له دې ډلې ۲۵۰۰ تنو یواځې په چین کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ژباړه: شمس الرحمن خپلواک