په دې وروستیو کې په هرات کې شیدايي په نوم، کووید۱۹ ته ځانګړي روغتون پازوال وايي چې دا روغتون نور د کرونايي ناروغانو ځای نه لري.
د هرات امبولانس پازوال محمدابراهیم محمدي آرزو ټلویزیون ته وايي چې د هرات روغتونونه نور د نا روغانو لپاره ځای نه لري او د شیدايي کووید۱۹ روغتون بسترونه هم بشپړ شوي دي.
ښاغلی محمدي ټينګار لري چې له دې وروسته باید کرونايي ناروغان نورو روغتونونو ته چې کرونايي ناروغانو ته ځانګړي شوي دي ولیږدول شي.
له بلې خوا د د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس عليزی وايي چې د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس پراختیا مخنیوي په پار د پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو روزنیزو مرکزونو رخصتي تر دوو نورو اوونیو وغځيده.
ښاغلی عليزی ټینګار کوي چې د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې ټول ورزشي کلپونه، د لمبا حوضونه او د ودونو هوټلونه هم رخصت اعلان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د عامې روغتیا وزارت د کرونا له کبله د ۵۶ تنو له مړینې او په دې ویروس د ۱۵۸۲ تنو له اخته کیدو خبر ورکړ.