په هرات ولایت کې د یوې چاودنې په پایله کې، درییو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپيان شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي دا چاودنه تیره شپه د هرات ښار حاجي عباس سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر فلانکوچ ډوله موټر ځای پر ځای شوي چسپکي ماین چاودنه وکړه.
ښاغلی فرهاد زیاتوي چې په دې پیښه کې د دوو میرمنو په ګډون درییو تنو ژوند بایللی او د دوو میرمنو په ګډون لس نور ټپیان شوي دي.
د هرات حوزوي روغتون پازوال وايي چې د دې پیښې ټول مړه او ټپيان ولسي کسان دي او د دوو تنو ټپيانو حالت نازک دی.