1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هرات کې ښځینه روغتیاپالانو د ماغزو پیچلې جراحي وکړه

54783700_304
02 Sep 2020

په هرات کې د ښځینه روغتیاپالانو یوې ډلې، د لومړي ځل لپاره د ماغزو د جراحۍ پیچلي عملیات وکړل.

 

د هرات د حوزوي روغتون پازوال، په دې روغتون کې د ښځینه روغتیاپالانو د پنځه کسیزې ډلې له لورې د جراحۍ د بریالي عملیات خبر ورکړ.

د ښځینه روغتیاپالانو دې پنځه کسیزې ډلې، په یوه ۶۰ کلن سړي د ماغزو پیچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړي؛ دې ناروغ د وینې د لوړفشار له کبله، ماغزو کې دننه وینه توییدنه لرلې، د بدن کينه برخه یې فلج شوې، خو د عملیات وروسته روغ شوی او خپله توانمندي یې بیا ترلاسه کړې.

که څه هم د هرات په حوزوي روغتون کې د ماغزو او اعصابو د جراحۍ په برخه کې، له لسو کلونو راپدیخوا د ماغزو پیچلي عملیات کیږي، خو د جراحۍ دا عملیات، د ناروغانو په درملنه کې د ښځینه روغتیاپالانو د وړتیاوو ښکارنده بولي.

فرشته حبیب، د هرات د حوزوي روغتون د جراحۍ څانګې روغتیاپاله

فرشته حبیب، د دې پنځه کسیزې ډلې یوه غړې ده چې له دوو کلونو راپدیخوا د هرات د حوزوي روغتون د ماغزو او اعصابو د جراحۍ په څانګه کې فعالیت لري.

دې د آرزو له خبریال سره په مرکه کې، د دې عملیاتو له بریالي ترسره کیدو خوښي ښودلې او ویلي چې د دې عملیاتو د بریالي ترسره کیدو لپاره، د هرات د سیمه ییزې ادارې له لورې ستایل شوي هم دي.

میرمن حبیب له خلکو او حکومت څخه وغوښتل چې د روغتیاپالانو د هڅونې او انګیزې ورکولو لپاره، له دوی ملاتړ وکړي او د روغتیاپالانو د ټولنې په وړتیاوو باور وکړي.

د هرات د حوزوي روغتون مشر، محمد ناصر حبیب وایي، چې په میاشت کې په منځنۍ توګه، په دې روغتیايي مرکز کې د ماغزو او اعصابو نږدې سل لوی او کوچني عملیات او جراحۍ کیږي.

ښاغلي حبیب زیاته کړه: په هرات کې تخصصي وړتیا او پوهه په لوړه کچه کې ده، خو تر ټولو لویه ستونزه شونتیاوو او پرمختللې ټکنالوژۍ ته نه لاسرسی دی او روغتیاپالان له ابتدایي شونتیاوو سره لوی او پیچلي عملیات ترسره کوي.

هغه له حکومت څخه د دې روغتیايي مرکز د لا سمبالیدو غوښتنه وکړه.

هرات په وروستیو کلونو کې، د طبابت په برخه کې د پام وړ وده لرلې او د مغزو او اعصابو لوی او کوچني عملیات یې لرلي او د دې ولایت په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د زړه د ناروغانو درلمنه هم کیږي. خو تر ټولو لویه هغه ستونزه چې تل د روغتیاپالانو له لورې ورته ګوتڅنډنه شوې، پرمختللو روغتیایي شونتیاوو او ټکنالوژۍ ته نه لاسرسی دی.

آرزو نیوز- سباوون خپلواک