حکومت په هرات کې کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ۴۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې.
ولسمشرمحمداشرف غني ویلي دي چې د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي او د دې ویروس شنډیدو په موخه ټولې دولتي شونتیاوې د هیواد والو په واک کې ورکوي.
ښاغلي غني همدا شان د دې بودیجې د مدیریت لپاره په ملي شورا کې د هرات د استازو او د دې ولایت دخصوصي سکټور او مدني ټولنې استازو په حضور د یوه پلاوي د جوړښت غوښتنه کړې ده.
ولسمشرغني همدا شان د هیواد په بازارونو کې د ټیکاو رامنځته کیدو په موخه،له دولتي زیرمو د ۲۴ زره ټنه غنمو د ویشلو له سپارښتنې خبر ورکوي.
د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونه هم د لومړنیو توکو د بیې ټیټیدو لپاره،د آقینې او حیرتان بندر څخه د ۲۵۰ واګونونو اوړو او غوړیو له راوړلو خبر ورکوي.