د هرات امنیتي پازوال وایې چې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل پرون ماښام (د لړم/عقرب په ۶مه د اکټوبر۲۸مه)د هرات په یوې تکیه خانه کې په یوه مذهبي مراسمو ترهګریز برید ترسره کړي چې موخې ته له رسیدو مخکې په خپل ځان پوری چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
د هرات د پولیسو مشر جنرال امین الله امرخیل دا پیښه تاییدوي او وایې چې امنیتي ځواکونو له وړاندې راپور پر بنسټ په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو او ځانمرګي بریدګر کله چې امنیتي ځواکونه ولیدل خپل ځانته یې چاودنه ورکړه.
په همدې حال کې عرات امبولانس پازوال وایې چې په دې پیښه کې ۷ کسان ټپیان شوي دي چې روغتون ته لیږدول شوي.
هغه زیاته کړې ده د دې پیښې د ټپیانو په منځ کې یوه ښځه هم شامله ده او د ټپیانو روغتیایې حالت د ډاډ وړ دی.
تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي