1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هلمند ولایت کې د وسله والو نښتو ډیریدل

عملیات-نظامیان-در-هلمند-1536x1017
10 Apr 2021

د هلمند ولایتي شورا یو شمیر غړي او اوسیدونکي وایي، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې نښتو زور اخیستی او د جګړې ډیریدو ډیرۍ ملکي وګړي زیانمن کړي دي.

 

د هلمند د ولایتي شورا مشر، عطاءالله افغان وایي چې په ځانګړې توګه په تیرې اونۍ کې د نښتو ډیریدو، د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د هغه په وینا، د ولسوالیو ترڅنګ، هره شپه د دې ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته څیرمه هم د افغان امنیتي سرتیرو او طالبانو ډلې ترمنځ نښتې کیږي.

د هلمند اوسیدونکي د جګړې له لوریو غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د وړاندې شویو شمیرنو پربنسټ، په هلمند کې د افغان امنیتي سرتیرو او وسله والو مخالفینو د نښتو د دوام له کبله له دیرش زرو ډيرې کورنۍ له خپلو سیمو بیځایه او کراره ځایونو ته یې پناه وړې ده.