| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په هلمند کې د جګړې دوام؛ خلک کرارو سیمو ته په کوچیدو دي
24 Oct 2020
په هلمند کې د وروستیو دوو اوونیو جګړو، نږدې لس زره کورنۍ بیځایه کړي؛ د هلمند ولایتي شورا د جګړې د دریدو غوښتنه لري.
د نږدې دوو اوونیو تیریدو سره، لاهم په باباجي، چاه انځیر سیمو، نادعلي ولسوالۍ او د کندهار-هلمند په لویه لار کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د ګزارشونو پر بنسټ؛ دی نښتو نږدې لس زره کورنۍ بیځایه کړي چې دمګړۍ د لښګر ګاه ښار او ګاونډیو ولایتونو په یوه څنډو کې په بد حالت کې ژوند کوي.
د هلمند جګړې یو شمیر دا بېځایه شوي چې اوس مهال لښکرګاه ښار ته کډه شوي، اوس د کیږدیو لاندې ژوند کوي.
دا کورنۍ د جګړې له لوریو غواړي چې جګړه ودروي ترڅو دوی خپلو سیمو ته ستانه شي.
لښکرګاه ښار ته څیرمه او په یو شمیر ولسوالیو کې د نښتو د زور اخیستو ترڅنګ، د هلمند اوسیدونکي د دې ولایت په مرکز دریمه امنیتي حوزه کې هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښټو له ډیریدو اندیښمن دي.
په همدې حال کې، د هلمند د کډوالو چارو ریاست وایي چې د جګړې له کبله بېځایه شوي، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د هلمند د کډوالو چارو مشر، محمد رامین آرزو ټلویزیون ته وویل: دا بنسټ هره ورځ د بېځایه شویو کورنیو په نظرسنجولو بوخت دی- چې د مرسته رسوونکو بنسټونو په همغږۍ، له بېځایه شویو سره مرسته وشي.

د هلمند جګړه، تراوسه دواړو لوریو ته درنده مرګ ژوبله له ځانه سره لري.
د هلمند د ولایتي شورا مشر، عطاءالله افغان په دې باور دی چې په دې جګړه کې د بهرنیو لاسه وهنه شته دی او له حکومت څخه د دې جګړې د مخنیوي لپاره د جدي ګامونو غوښتنه کوي.
اوس مهال، په هلمند کې د طالبانو د ځپلو لپاره د امنیتي سرتیرو عملیات، له ځمکې او هوا څخه دوام لري او امنیتي پازوال ویلي چې د دولت وسله والو مخالفینو له لورې د خلکو د استوګنیزو کورونو د ګټنې له کبله، عملیات ټکني دي.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک ارزو ټلویزیون ته وایي: د لاسه تللیو سیمو د بیا ترلاسه کولو لپاره د امنیتي سرتیرو عملیات پیل شوي چې بېځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شي.
له دې ټولو سره مخکې له دې د مشرانو جرګې دفاعي چارو کمیسیون هیښتیا ورکړې، که د هلمند روان حالت ته پاملرنه ونشي، دا ولایت به د طالبانو لاسته ولویږي.
