که څه هم سیمه ییز پازوال وایي، له څو لارو د طالبانو د ځپلو لپاره هوایي او ځمکني عملیات روان دي، خو یو شمیر بیځایه شوي وایي چې تراوسه د جګړې زور ندی کم شوی.
د درییو ورځو په تیریدو سره د هلمند ولایت مرکز، لښکرګاه ښار ته نږدې د دولتي پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي او دولتي سرتیري له ځمکې او هوا هڅه لري چې طالب جنګیالي شاتګ ته اړ کړي.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک وایي، چې امنیتي سرتیرو د هلمند-کندهار لویې لارې، نادعلي، نهرسراج او ناوې ولسوالیو، چاه انجیر او باباجي سیمو کې هوایي بریدونو کړي دی.
د هغه په وینا، د دې بریدونو په پایله کې د دولت لږ تر لږه ۲۱ مخالفین مړه او ټپیان او یو شمیر سیمې هم د دې ډلې له شتونه چڼ شوي.
په هلمند کې د نښتو ډیریدو، یو شمیر کورنۍ هم بېځایه کړې دي.
یو شمیر بیځایه شوي وایي چې د امنیتي سرتیرو عملیاتو سره سره، تراوسه د جګړې زور ندی کم شوی او دوی بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
تیره ورځ د هلمند د کډوالو چارو مشر هم رسنیو ته وویل چې د نښتو په پایله کې، نږدې ۴۵۰۰ ډیرې کورنۍ بیځایه او د لښکرګاه ښار ته یې پناه وړې ده.
د طالبانو د بریدونو ډیریدو، په نننۍ ناسته کې (درې نۍ، تلې۲۲)، د یو شمیر سناتورانو غوصه راوپاروله.
د مشرانو جرګې غړی، رحمت الله اچکزي په دې ناسته کې وویل چې طالبان له امریکا سره د خپلې هوکړې پرخلاف عمل کوي او په لویو ښارونو یې بریدونه کړي.
هغه د افغانستان پر وړاندې د واشنګټن سیاست ناقصه وباله او له دې هیواد څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره، له طالبانو سره خبرې وکړي.
د مشرانو جرګې بل غړي، ګل محمد رسولي هم وویل چې په ښارونو کې دننه د نښتو ډیریدل د ډیرو کورنیو د بېځایه کیدو لامل شوی.
له بلې خوا د مشرانو جرګې مشر، فضل هادي مسلمیار د سولې د خبرو په تړاو د امریکا په پالیسۍ نیوکه وکړه.
مسلمیار وویل: د هلمند، ارزګان، تخار او یو شمیر نورو ولایتونو بریدونو وښوده چې خلیلزاد او امریکا د افغانستان په خیر پریکړه نه کوي؛ بلکې ټول فکر یې د پاکستان او د پاکستان د استخباراتو د غوښتنو پر بنسټ پر مخ ځي.
په هلمند کې د طالبانو ډلې د بریدونو ډیریدو، د مخکیني ولسمشر حامد کرزي غبرګون راپارولی دی او ښاغلي کرزي روانه جګه تپل شوې بللې.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو ډلې د بریدونو ډیریدو په لړ کې، مخکې له دې یو شمیر امریکایي چارواکو هم طالبان د دوحې د هوکړه لیک په نقض تورن کړي وو او د دې ډلې پر وړاندې یې د موخه ییزو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړی وو.