1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د دوو امنیتي چورلکو ټکر

13970524144421710150395010
14 Oct 2020

د ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د دوو امنیتي چورلکو له ټکره خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې: تیره شپه ۱:۱۵ دقیقې (تلې۲۲) د هلمند ولایت په ناوۍ ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو دوې (MI-17)  چورلکې د الوتنې پرمهال د ټخنیکي ستونزو له امله نسکورې شوي چې په پایله کې ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د ناوۍ ولسوال تورجان بیا وایي چې په دې پيښه کې څه د پاسه ۱۵ امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملي دفاع وزارت په دې اړه له څیړنو خبر ورکوي.