1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هلمند کې د طالبانو له یوې بندخونې د ۲۸ تنو خوشي کیدل

کماندو-880x585-1
21 Jan 2021

د کمانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو له یوې بندخونې ۲۸ تنه خوشي کړل.

د ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کمانډو ځانګړو ځواکونو تیره شپه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو په یوې بندخونې عملیات په لاره واچول چې په پایله کې د یوه پخواني پوځي په ګډون ۲۸ تنه له دې بندخونې خوشي شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د دې بندخونې یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.