1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هلمند کې ماین چاودنې په پایله کې د یوې کورنۍ ۹ غړو ژوند بایللی

Helmand
20 May 2021

د هلمند ولایت لښکرګاه ښار په بشران سیمه کې د ماین چاودنې په پایله کې د یوې کورنۍ ۹ غړو ژوند بایللی  او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي چې د ملکي کسانو یو سراچه ډوله موټر هغه مهال د واټ تر غاړې ماین سره برابر شوی چې د نادعلي ولسوالۍ څخه د لښکرګاه په لور روان وو چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړو ژوند بایللی او ۲  ماشومان هم ټپیان شوي دي.

ښاغلی ځواک زیاتوي چې دا ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی وو خو دې ډلې بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له تیرو درییو ورځو را په دې خوا په بشران سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.