1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هلمند کې نښتې؛ سلګونه کورنۍ بیځایه شوي

114851755_121063940_931319360607163_3002681096257831212_n
12 Oct 2020

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي وایي چې د هلمند ولایت مرکز، د لښکرګاه ښار د طالبانو لخوا کلابند دی؛ په تیرو دوو ورځو کې نږدې ۴۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.

 

دوه ورځې کیږي چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته څیرمه د دولتي سرتیرو او طالبانو ډلې ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د هلمند د پولیسو مشر، خلیل الرحمن رسنیو ته وویل چې طالب جنګیالي له څو ولایتونو له لارې راټول او د دې ولایت د سقوط هوډ یې درلود.

د دواړو لوریو ترمنځ نښته وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو د لښکرګاه ښار ته نږدې برید وکړ او په جرګه کې د هلمند د استازو د ویناوو پر بنسټ، دې ډلې د باباجي سیمه تر ولکې لاندې راوستې.

د هلمند د پولیسو مشر وویل چې د طالبانو د دې برید مخنیوی شوی او ۱۷۰ طالب جنګیالي له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په پایله کې وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت، تیره شپه (دوه نۍ)، ګزارش ورکړی چې یواځې په یوه ګړۍ کې، له اویاوو ډیر طالب جنګیالي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وژل شوي.

د طالبانو ډلې تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.

له بلې خوا، د هلمند د ولایتي شورا غړي، عبدالمجید آخندزاده آرزو ټلویزیون ته وویل چې اوس مهال د لښکرګاه ښار ته نږدې په چاه انجیر سیمه کې نښته روانه ده.

هغه زیاته کړه چې د دې ولایت په ناوه او نادعلي ولسوالیو کې چاڼیز عملیات پیل شوي دی.

په دې وروستیو کې، په افغانستان کې امریکايي پوځيانو هم اعلان کړی چې له دوو ورځو راپدیخوا، په هلمند کې د طالبانو د مرکزونو پر وړاندې موخه ییز بریدونه شوي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویاند د امریکايي او ناټو ځواکونو د قومندان په حواله ویلي چې د طالبانو د بریدونو د دوام په صورت کې، بهرني پوځيان به هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. سکاټ میلر همداراز له طالبانو غوښتي چې په هلمند او ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي.

په تیرو دوو ورځو کې د دولتي پوځیانو او طالبانو ډلې ترمنځ د نښتو ډیریدو، خلکو ته پراخ مالي تاوان رسولی دی.

د هلمند د کډوالو ادارې مشر، محمد رامین رسنیو ته ویلي چې په دې موده کې، له باباجي سیمې، نادعلي او ناوې ولسوالیو څخه ۴۵۰۰ کورنۍ بېځایه شوي او د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته یې پناه وړې ده. هغه ټینګار وکړ چې بېځایه شوې کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له دې ټولو سره، د امنیتي سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښتې په داسې حال کې ډیرې شوي چې په دوحه کې د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې مرکچي پلاوي، په رسمي بڼه د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د کړنچارې په وروستي کولو بوخت دي.