1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هلمند کې ۲۸ ولسي کسان د طالبانو له بند څخه خوشې شول

کمانډو افراد ملکي
20 Apr 2021

پوځ په هلمند ولایت کې د طالبانو له یوې بندخونې د ۲۸ ملکي ولسي کسانو له خوشې کیدو خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تیره شپه (وري ۳۰مه) د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له یوې بندخونې ۲۸ ولسي کسان د دې ډلې له بنده خوشې کړای شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او د دې ډلې یوشمیر وسلې هم د کمانډو ځواکونو لاسته لویدلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.