په هند او روسیې کې یو شمیر افغان زده کړیالان وایي چې تراوسه له دوی سره د حکومت له لورې هیڅ راز مرسته نده شوې او هیواد ته د ستنیدو غوښتونکي دي.
د افغانستان یو شمیر زده کړیالان چې په هند هیواد کې له خپلو کورنیو سره قرنطین دي، د افغانستان حکومت په نه همکارۍ نیوکه کوي.
د دوی په وینا، ټولو هیوادونو د کرونا ویروس د ګواښ د مخنیوي په موخه خپل زده کړیالان له لیلیو لیږدولي؛ خو د افغانستان حکومت د افغان زده کړیالانو د لیږد لپاره هیڅ ګام ندی اوچت کړی.
په هند کې یو افغان زده کړیال آرزو ټلویزیون ته ویلي چې د دوی پوهنتون رخصت دی او زده کړیالان له مالي پلوه له ستونزو رنځ وړي.
یوازې په هند کې افغان زده کړیالان په کوویډ-۱۹ د اخته کیدو ویره نلري، په روسیې کې هم یو شمیر زده کړیالان چې په بیلابیلو برخو کې زده کړې کوي، د حکومت په نه پاملرنې نیوکه لري.
په روسیې کې افغان زده کړیالان د کرونا ویروس له کبله ګواښ جدي بولي او له حکومت څخه غواړي چې هیواد ته د دوی د ستنیدو لپاره لار هواره کړي.
د ګزارشونو پر بنسټ؛ د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې یو شمیر زده کړیالان، له خپلو کورنیو سره په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي.
له دې سره، له پر له پسې اړیکو سره ونه توانیدو چې په دې اړه د بهرنیو چارو او د لوړو زده کړو وزارتونو لیدلوری ترلاسه کړو، خو په هند کې د افغانستان د سفارت مسوولینو ویلي چې له هند څخه هیواد ته د افغانانو د لیږد بهیر دوام لري.