د بشر حقونو کمیسیون او یو شمیر سیاسیون د هوايي بریدونو په لړ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له ډیروالي اندیښنه ښيي؛ د دفاع وزارت د عملیاتو په ترسره کولو کې په لا پاملرنې ټینګار کوي.
آرزو ټلویزیون ته د رسیدلیو شمیرنو پر بنسټ، په تیرې یوې میاشت کې د هیواد په پنځو ولایتونو کې نږدې ۸۰ تنه ملکي وګړي د هوايي بریدونو په پایله کې مړه او ټپیان شوي دي.
له دې ډلې؛ د هرات په شیندند ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې، ۶۰ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي او د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هم د درییو ماشومانو په ګډون اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
شمیرنې همداشان ښيي چې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دوه ورځې وړاندې د هوايي برید په پایله کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او همداشان په زابل کې هم د ورته برید په پایله کې، د دوو ماشومانو په ګډون پنځو تنه مړه شوي دي.
د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند، شکرالله مشکور د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له ډیریدو اندیښنه ښيي او د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي چې د جګړو پرمهال بشري قوانین ترپښو لاندې نکړي.
پوځي شنونکی، دولت وزیري هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له ډیریدو اندیښمن دی، او د هوایي بریدونو د ترسره کولو پرمهال د لا ډیرې پاملرنې غوښتنه لري.
دی ټینګار کوي چې امنیتي سرتیري باید په خپله کې همغږۍ او د کره اطلاعاتو د ترلاسه کولو وروسته، هوايي بریدونه ترسره کړي.
په دې وروستیو کې رسنیو د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د پنځو تنو د مړینې خبر ورکړی دی.
خو د ملي دفاع وزارت ویلي، چې تراوسه په دې پيښو کې د لمکي وګړو د مرګ ژوبلې اړوند جزییات دې وزارت ته نه دي رسیدلي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال، فواد امان آرزو ته ویلي چې د ملکي وګړو ځان ساتنه د امنیتي سرتیرو لومړیتوب دی او د هیواد د پوځیانو عملیات له ډیرې پاملرنې سره ترسره کیږي.
د هوایي بریدونو په پایله کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د شمیر دیروالي، د ځینو سیاسیونونو نیوکې هم له ځانه سره لرلې دي.
مخکیني ولسمشر، حامد کرزي په دې اړه ویلي دي: هغه بریدونه چې د بهرنیو سرتیرو له لورې د افغانانو په کلیو او کورونو ترسره کیږي، د ملي ځواکمنتیا نقض او پر هغو ظلم دی. دا بریدونه باید ژر تر ژره ودرول شي.
مخکې له دې د امریکا هوایي ځواک هم اعلان کړی چې په ۲۰۱۹ کال کې د دې هیواد د سرتیرو د بمباریو شمیر لوړې کچې ته رسیدلی؛ د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي چې په دې کال کې، ملکي وګړو ته ډیرۍ د افغان او بهرنیو سرتیرو د هوایي بریدونو په پایله کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
آرزو نیوز- شمس الرحمن سباوون خپلواک