1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هوایی بریدونوکې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د ډیریدو له کبله د ښاغلې کرزي نیوکه

123
21 May 2019

د هیواد مخکینی ولسمشر حامدکرزی د هیواد په بیلابیلو برخو کې دبهرنیو ځواکونو د هوایی بریدونو په پایله کې د ملکي کسانو له وژنې نیوکه کوي.

ښاغلی کرزی د هلمند په ګرشک او د میدان وردک په نرخ ولسوالیو کې هوایی بریدونو ته په ګوتڅنډنې سره چې په کې ملکي کسانو ته زیان رسیدلی دی وایی ، دا کار د انسانیت خلاف کړنه او د بشریت پر وړاندی جنایت دی.

 دا په داسي حال کې ده  چې د هلمند یوشمیر اوسیدونکي  هم ادعا لري چې په تیرو دریو ورځو کې د بهرنیو ځواکونو د هوایی بریدونو په پایله کې۱۷ ملکي کسان وژل شوي دي.

دوي وایی چې د دې بریدونو د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم ښکیل دي.

د هلمند سیمه ییز پازوال دملکې کسانو مرګ ژوبله مني خو ټينګار کوي چې ددې پېښې د رامنځته کیدو د څرنګوالۍ د څیړلو په موخه یو پلاوی ټاکل شوی دی.