1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د تاوتریخوالو کمیدو لومړنۍ ورځې پیل

خشونت
22 Feb 2020

په هیواد کې د تاوتریخوالو کمیدو پړاو لومړنۍ ورځ پیل شوه.

د ملګرو ملتونو سازمان د تاوتریخوالو کمیدو له طرحې څخه په هرکلي سره ویلي دي،چې دا سازمان د خبرو ترو پیل لپاره له ټولو ښکیلو غاړو ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې اسلام آباد د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې مهم رول لوبولی دی او هیله مند دی چې د تاوتریخوالو کمیدل وکولای شي په افغانستان کې د سولې لپاره لار هواره کړي.

په همدې حال کې ولسمشرغني وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو کمیدل،د تلپاتې سولې په لوری مهم ګام دی.

ولسمشرغني تیره شپه(کب ۲/فبروري ۲۱) هیواد والو ته په خطاب کې وویل چې د تاوتریخوالو د کمیدو اوونۍ ډيره مهمه ده او له دې اوونۍ وروسته د سولې  په بهیر کې راتلونکي ګامونه ارزول کیږي.

ښاغلی غني ټينګار لري چې د نورو ترهګریزو ډلو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

اجرایي مشر هم د سرتاسري اوربند او افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل په برخه کې د پام وړ تاوتریخوالو کمیدل مهم وبلل.