1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د تاوتریخوالي په راکمیدو د طالبانو د هوکړې اټکل

طالبان
11 Jan 2020

 یو شمیر باوري سرچینې وایې،د ملا هیبت الله له لوري د دې لایحې په تایید سره به،د امریکا او طالبانو پلاوی د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک ځای او نیټه اعلان کړي.

نږدی یوه اوونۍ کیږي چې د تاوتریخوالي راکمیدو طرحه د دې طرحې د پلي کیدو څرنګوالی د طالبانو د ډلې پوځي کمېسیون  له لوري د دې ډلې مشر ملاهبت الله ته وړاندې شوی دی،خو تر اوسه یې په اړه وروستۍ پریکړه نه ده نیول شوې.

د طالبانو د قواعدو پر بنسټ، د دې ډلې وروستۍ خبر د دې ډلې مشر کوي،له همدې کبله په قطر کې  د طالبانو سیاسي دفتر د ملاهبت الله د پریکړې په تمه ده.

 د افغانستان د سولې د انسټیټوټ مشر او د قطر له ناستې باوري سرچینه خلیل ساپی په دې اړه وایې چې د خبرو اترو یوولسم پړاوو خبرو اترو پیل د طالبانو د ډلې مشرتابه پریکړې پوړی تړاو لري.

ښاغلی ساپی زیاتوي چې د ملاهبت الله له لوري د دې لایحي په تایید سره،د دواړو لوریو تر منځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک ځای او نیټه روښانه شي.

له بلې خوا په دې وروستیو کې په قطر کې د  طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي دي چې په نږدی راتلونکو ورځو کې به،له امریکا سره د سولې د هوکړه لیک لاسلیک نېټه روښانه شي.

له دې سره،د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د بهیر سوړ والی په سیمه کې رامنځته شویو شخړو له کبله دی.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وایې چې تر هغې چې دا ناندرۍ پایته ونه رسیږي،خبرې اترې به هم پیل نشي.

خو وړاندې له دې طالبانو ویلي وو چې د امریکا او ایران ترمنځ لانجې به پر خبرو اترو اغیز ونه کړي.

له دې ټولو سره،مخکې له دې د روسیې دولت هم هیله مندي ښودلې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک به په روانې زیږدیز میاشت کې لاسلیک شي.د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف همدا شان ویلي وو چې د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې،د روسیې په ګډون شلو هیوادونو ته بلنه ورکړل شوې ده.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي