1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د ترهګریزو پیښو ډيریدل، هرات د موټربم چاودنې شاهد وو

هرات-1536x1087
01 Mar 2021

هرات ولایت تیره شپه (کب ۱۰ مه) د یوه موټربم چاودنې شاهد وو.

امنیتي او سیمه ییز پازوال وايي چې دا چاودنه د هرات ۱۳مې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې رامنځته شوې چې په پایله کې یې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شیرزی هم وايي چې د دې پیښې د یوه ټپي حالت نازک دی.

له بلې خوا د پیښې یوشمیر شاهدانو ویلي دي چې دا چاودنه ډيره ځواکمنه وه او ډیری مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.

تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.