یو شمیر سیاسي ګوندونه او مدني بنسټونه د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې په بشپړه توګه جګړه ودروي.
سیاسي ګوندونو، مدني او ټولنیزو بنسټونو نن (پنځه نۍ سلواغې ۱۷/فبروری ۶) د(ملي سولې آدرس) په نوم خوځښت جوړ کړی دی. دا بنسټ وایي چې تلپاتې سولې ته د لاس رسي لپاره، په ملي کچه ټولې سوله غوښتونکې هڅې یو ځای کوي.
د سولې د ملي آدرس مشر عبدالوهاب وهاج په دې خپرونه کې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل چې خپلې نښتې ودروي او له کوم مخ آړ پرته خپلې خبرې اترې پیل کړي.
هغه زیاته کړه: مونږ د جګړې له ښکیلو خواو غواړو چې له کوم مخ آړ پرته دې د سولې خبرې اترې پیل کړي او په بیړه دې جګړه ودروي، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې باید هراړخیزه و اوسي او د خلکو استازي په کې حضور ولري.
د افغانستان د سولې د ټولنې مشر داور نادي هم وویل چې د سولې په اړه باید په بیړې پریکړه ونشي.
هغه وویل: یو بیړنی هوکړه لیک چې په کې د خلکو او ټولنیزو بنسټونو غوښتنې په کې پام کې ونه نیول شي، باید لاسلیک نشي، داشان هوکړه لیکونه پر خلکو د منلو وړ نه دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو تودیدو او تاوتریخوالو کمیدو پر سره لانجو سره، دا سکاله د سیاستوالو ترمنځ په تود بحث اوښتې ده.
د سولې د ولسي ټولنې مشر او د طالبانو ډلې ته نږدې سرچینه سید اکبرآغا په دې اړه وویل، د طالبانو د پوځي بریدونو دریدل چې د تاوتریخوالو کمیدو له یوې برخې ده، وړاندې له دې د امریکا او طالبانو استازو پري هوکړه کړې ده.
هغه زیاته کړه: د تاوتریخوالو کمیدل په خپله نا رسمي اوربند دی، خو په رسمي توګه اوربند له سیاسي اړخه طالبانو ته تاوان رسوي.
طالبانو د امریکا په غوښتنه د تاوتریخوالو د کمیدو طرحه وړاندې کړه،خو واشنګټن له دې ډلې غوښتي چې د دې طرحې د څرنګوالي په اړه روښنایي واچوي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت واکپال مسعود اندرابي په کابل کې د کړکیچونو او فرصتونو په نوم ناسته کې وویل چې که چیري طالبان د سولې غوښتونکي دي، باید اوربند ومني.
وړاندې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا طرحه د سولې لپاره ګټوره ونه وبلله او د طالبانو له لوري د اوربند د اعلانیدو غوښتنه یې کړې وه. خو طالبانو تل ویلي دي چې د اوربند پر سر د افغانانو تر منځ خبرو اترو کې بحث وکړي.
له دې ټولو سره، د امریکایانو او طالبانو تر منځ د چمتو شوي هوکړه لیک مهم ټکی هم، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ هم اعلان کړی دی چې له افغانستان څخه خپلو سرتیرو وتلو ته لیواله دی.
د امریکا د دولت له دې پریکړې سره سم د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه ګزارش کې ویلي چې د امریکا له دې پریکړې وروسته ناټو هم له افغانستان څخه د دې سازمان د سرتیرو پر وتلو چنې پیل کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي