1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د جګړو ډيرښت، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی دی

بلند رفتن بهای نفت در افغانتسان
26 Jun 2021

په وروستیو اوونیو کې په هیواد کې د جګړو ډيرښت ډالرو پر وړاندې د افغانۍ پیسو ارزښت ټیټ کړی دی.

د افغانستان د صرافانو د سراسري ټولنې د مشرتابه غړی محمدطاهر قیومي وايي چې د جګړو زور اخیستلو د راتلونکې اړوند د پانګه والو بې باورۍ ډيرې کړې دي او د ډالرو پر وړاندې یې د افغانۍ ارزښت هم ټیټ کړی دی.

د اقتصادي کارپوهانو په آند، د جګړو دوام د دې لامل کیږي ترڅو افغانۍ خپل تګلاریز ملاتړ له لاسه ورکړي.

جګړو نه یوازې دا چې پر پیسو بلکې پر نورو برخو هم منفي اغیز کړی دی، یو شمیر موټرچلونکي په دوو وروستیو میاشتو کې د نفتو د بیې له لوړوالي هم شکایت لري.

د افغانستان د پانګه اچونې او سوداګرۍ خونې فدراسیون مرستیال خان جان الکوزی وايي چې ډيری وارداتي نفت د هیواد له شمال څخه افغانستان ته راوړل کیږي، هغه ولایتونه چې په دوو وروستیو میاشتو کې د سختو جګړو شاهدان دي.

د دې تر څنګ، د افغانستان د پانګه اچونې او سوداګرۍ خونې د مالوماتو پر بنسټ، په وروستیو اوونیو کې جګړې د دې لامل شوې دي ترڅو په بندرونو کې بار وړونکي موټر ودریږي چې سوداګرو ته د تاوان تر څنګ په هیواد کې د خوراکي توکو د بیې د لوړوالي لامل هم شوي دي.