په ۶۱ هجري قمري کال کې، کله چې د یزید په مشرۍ د هغه مهال د حکومت ظلم او استبداد خپلې لوړې کچې ته ورسید، د حضرت علي علیه السلام او فاطمه الزهرا ځوی او د اسلام د ښاغلي پیغمبر لمسی، امام حسین علیه السلام، د دې بې عدالتۍ او استبداد پر وړاندې ودرید.
امام حسین علیه السلام په کربلا کې د نینوا دښتې په نوم سیمه کې، له خپلو ۷۲ یارانو سره د یزد د ۳۰زره کسیزو جنګیالیو سره جګړه وکړه او د شهادت شربت یې وڅښه.
د امام حسین علیه السلام خپلوان هم د یزید د لښکر له ظلم او استبداد څخه لرې پاتې نشول. امام حسین ع د شهادت وروسته د خپلو پلویانو ترمنځ، د سیدالشهدا لقب ترلاسه کړ.
مسلمانان، د امام حسین ع پاڅون او د عاشورا ورځ تصادفي نه بولي او وایي چې دا پاڅون الهي پیغام لري او د عدالت، برابري پر بنسټ او د ظلم او استبداد پر وړاندې وو.
د محرم الحرام په ورځو کې ویر، د مسلمانانو لرغونی دود دی چې د امام حسین ع او د هغه د یارانو په یاد کې کیږي او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې هیوادوال دا ورځ نمانځي او د عاشورا مکتب په پیروۍ ټینګار لري.
د مسلمانانو په باور، حسیني عاشورا، د ظلم او استبداد پر وړاندې د امام حسین پاڅون بلل کیږي.