اروپایي ټولنه: د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي او ترهګریزو بریدونو دوام د منلو نه دی.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې د طالبانو لخوا د بریدونو دوام د افغانانو ترمنځ خبرې اترې کمزوروي.
رولاند کوبیا په خپله تویتړپاڼه کې لیکلي چې د اروپایي ټولنې د پالیسې مشر او د بهرنیو چارو ۲۷ وزیرانو په ډله ییزه توګه ویلي چې د دې ډلې لخوا د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نده.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیل زاد په کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو باندې د ترهګریز برید په غبرګون، دا کړنه یې د بشر ضد ګام وباله.
ښاغلي خلیل زاد په خپله تویتړپاڼه کې لیکلي چې دا بریدونه او تاوتریخوالي هغه کسان ترسره کوي چې په افغانستان کې د سولې په خلاف دي.
د ځاې پر ځاې شوي ماین له امله د بشري حقونو کمیسیون د دوه کارکوونکو وژنې په اړه غبرګونونه په داسي حال کې کیږي چې تراوسه د دې پيښې پړه کومې ډلې په غاړه نده اخیستی.
له بلې خوا په دی وروستیو کې ولسمشر غني د دارالانشاء له پلاوي او مشر سره په لیدنه کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د پای او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل غوښتونکی شو.