1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

 په هیواد کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د حضوري زده کړو پیل

cbf2fadf0b27618
11 Aug 2020

کابینې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د حضوري زده کړو پیل اړوند د پوهنې وزارت طرحه ومنله.

د کابینې د پریکړۍ پر بنسټ، په دولتي ښوونځیو کې د یوولسم تر دولسم ټولګیو او په خصوصي ښوونځیو کې د لومړي څخه تر دولسم ټولګي زده کړې د روغتیایي ټکو په پام کې نیولو سره د وږي په لومړۍ نیټه پيل شي.

خو مخکې له دې د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د روغتیایي سپارښتنو د نه په پام کې نیولو سره د کرونا ویروس د دوهمې څپې په اړه اندیښنه څرګنده کړې وو.

کابینې په هیواد کې د کرونا ویروس کمیدو وروسته د پوهنې وزارت طرحه تصویب کړه او پریکړه شوې چې تعلیمي پروسه د روغتیایي تکو په پام کې نیولو سره به د وږي په لومړۍ نیټه پیل شي.

د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره د افغانستان حکومت د وري د ۳۰ نیټې څخه ټول دولتي او خصوصي روزنیزمرکزونه تړلي وو.