1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د سختو واورو وریدو له کبله څه باندې ۳۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي

برف
13 Jan 2020

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو واورو او بارانونو وریدو له کبله د هیواد په درېو ولایتونو کې ۳۱ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

سیمه ییز پازوال وایې چې د سختو بارانونو وریدو له کبله د کندهار ښار د نهمې ناحیې په اړوندو سیمو او سپین بولدک ولسوالۍ کې دوه استوګنیز کورونه ړنګ شوي چې په پایله کې یې ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپیان دي.

د راپورونو پر بنسټ په هرات او هلمند ولایتونو کې د سختو واورو وریدو او سیلابونو بهیدو له کبله پنځه کسانو خپل ژوند بایللی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا دسالنګ لویه لار د درندې واورې وریدو له کبله د تګ راتګ کوونکو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې ادارې ویلي دي چې اوس مهال د سالنګونو دواړه لوري سخته واوره ووري چې توپان هم ورسره مل له همدې کبله له دې لویې لارې تګ راتګ ستونزمن دی.

اوس مهال د ژغورنې ډله هڅه کوي ترڅو د دې لویې لارې مسافر او موټر امنو ځایونو ته ولیږدوي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي