1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د سوداګرو میرمنو پر فعالیت د جګړې منفي اغیز

0000
27 Jul 2021

سوداګرې میرمنې وايي چې د جګړو دوام او د سولې ګونګ برخلیک د دوی پر اقتصادي فعالیتونو منفي اغیز کړی دی.

دوی ټينګار لري چې امنیتي او سیاسي حالت ته په کتو د کار او بار سږنی کال په بې ساري توګه له ودې پاتې او  دوی سوداګرۍ او ۵۰ سلنه ټیټه شوې ده.

یوشمیر میرمنې چې د خپلو پانګو او ځای له لاسه ورکولو اړوند اندیښمنې دي له نړیوالې ټولنې غواړي ترڅو د جګړو دواړه لوري جګړو پای ورکونې ته اړ باسي.

د دوبي موسم چې په تیرو ۲۰ کالونو کې د کار بازار په تیره بیا د جامو د هټیو بازار تود وو خو  سږ کال بیا په کې هیڅ شور شتون نه لري.

ستایش پیغله نجلې ده چې له زرهاو هیلو سره توانیدلې په کابل کې د میرمنو ځانګړی پلورنځی جوړ کړی خو ښارونو ته د جګړې له رسیدو ویره لري چې ګواکې فعالیت به یې له کړکیچ سره مخامخ شي.

هغه له نړیوالې ټولنې غواړي ترڅو د افغانستان د لاسته راوړنو له لاسه تللو مخه دې ونیسي او د جګړې ښکیل لوري دې هم یو بل منلو او د سولې او هوساینې اړ کړي.

دا میرمنې په داسې حال کې اندیښنه کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د لړۍ په رسمي توګه پیل وروسته، د هیواد په بیلابیلو برخو کې د جګړې لمن پراخته شوې ده.

هغه جګړې چې هیواد یې نا روښانه او ویره لرونکي برخلیک سره مخامخ کړي دي.