جکړو نا امنیو او سیاسي ستونزو په هیواد کی پرپانګونې ناوړه اغیزه کړې ده.
په هیواد کې درندو او ساه اخیستونکو نښتو ، د بنسټیز زیان رسولو او عام وګړو ته د درندې مرګ ژوبلې سربیره، تل په هیواد کې د سوداګرې د کمیدو او د پانګې د تیښتې لامل شوی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د فدراسیون مرستیال خان جان الکوزی وایي په هیواد کې په تیرو دو میاشتو کې د جګړو بده اغیزه په تیرو ۲۰ کلونو کې بې سارې ده.
د اقتصادي کارپوهانو به اند نښتې ډیرې پر سوداګرو او پانکوالو بده اغیزه رسوي او د نښتو دوام شته وو پانګو ته د زیان رسولو لامل کیږی.
ولسي جرګه که څه هم د سږ مال د عوایدو په کچه کې وړاندوینه له مهاله مخکې بولي، خو باور لري چې نښتې د سوداګرې د کچې او د عوایدو پر کمیدو بې اغیزې نده.
له دې ټولو سره انددونه دا دي چې سولې ته رسیدنه یوازې لار ده چې کولې شي شته حالت ته بدلون ورکړي او د سوداګرې د ډیریدو او د اقتصاد د ودې لامل شي.
دمګړۍ هم د نښتو زور اخیستو له امله په ځانګړي توګه په مرزي ولایتونو کې د وارداتو او صادراتو بهیر له ستونزو سره مل دی.
هغه ستونزه چې د پانګونې د کچې ټیټیدو سربیره د خوراکي توکو د بییې د لوړوالي لامل هم شوی دی.