1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د صرافانو د ټولنې کاري اعتصاب پایته ورسید

151756955_3704221709654044_5591887336189145520_n
22 Feb 2021

د صرافانو د ټولنې غړو له ولسمشرغني سره په لیدنه کې خپل کاري اعتصاب ته پای ورکړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پربنسټ،ولسمشرغني تیر ماښام(کب ۳مه) د هیواد د صرافانو د ټولنې له مشر او غړو سره په لیدنه کې د هغوي پر ستونزو او غوښتنو بحث کړی دي.

ښاغلي غني په دې لیدنه کې ویلي دي چې د صرافانو انفرادي جوازونه دې وغځول شي او همدا راز انفرادي او شرکتي جوازونو اخیستنه دې هم اختیاري وي.

ولسمشرغني ټینګار کړی چې په یوې اوونۍ په لړ کې دې د صرافانو ټولو ستونزو ته رسیدنه وشي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي دي چې د صرافانو د ټولنې مشر ویلي دي چې سر له نن له په ټول هیواد کې صرافۍ پرانیستل شي.

 د هیواد د صرافانو د ټولنې کاري اعتصاب په شرکتونو د صرافیو او پیسو د راکړو ورکړو  د مرکزونو د بدلیدو په اعتراض د سلواغې په ۱۸ مه نیټه د پیسو د تبادلې د عمومي مرکز سرای شهزاده پر وړاندې پیل او وورسته بیا د هیواد په ټولو ولایتونو کې دوام وموند.