د دې طرحې پر بنسټ، زده کوونکي به د خپلو زده کړو بهیر د ملي ټلویزیون او د ځانګړي ویبپاڼې له لارې تعقیب کړي.
د پوهنې وزارت، نن (پنځنۍ،غوايي۱۸/مې۷)، د لیرې لارې زده کړې د طرحې د وروستۍ کیدو او د زده کوونکو لپاره د ځانګړې ویبپاڼې مخکتنه وکه چې تمه ده ډیر ژر نوی تعلیمی کال پیل شي.
د پوهنې وزارت واکپال، میرویس بلخي وایي چې د دې طرحې پر بنسټ، زده کوونکي کولای شي د ملي راډیو-ټلویزیون له لارې د زده کړې ترڅنګ، خپل درسونه د دې بنسټ له ښوونیزې ویبپاڼې هم ترلاسه کړي او په لیرې پرتو سیمو کې چې بریښنا او انټرنټ نشته، لوست به په حضوري بڼه او د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره پیل شي.
له بلې خوا، د لومړي ځل لپاره، د ولسمشر غني له لورې د لوړو زده کړو وزارت د بریښنایي زده کړې د مدیریت د سیسټم پرانیسته وشوه.
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ویاند، حنیف فرزان په دې اړه وویل: د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ، خصوصي پوهنتونونه به هم خپل ښوونیز بهیر په آنلاین بڼه وړاندې کړي او د هر ښوونکي او زده کړیال لپاره ځانګړې پيژندشمیره او درسي ویډیوګاڼې چمتو شوې دي.
په همدې حال کې یو شمیر زده کړیالان او زده کوونکي هغه څه چې د لیرې لارې له لارې د ښوونیزې برنامې د پلي کولو لپاره د سمو شونتیاوو نشتون بولي، اندیښنه لري.
یو له دې زده کوونکو، هارون کمانګر دی. دی وایي چې په لیرو پرتو سیمو کې انټرنټ ته لاسرسی نشته او له بلې خوا د انټرنټ کیفیت هم د زده کړو د تعقیب لپاره مناسب ندی.
د بريښنا نشتون او انټرنټ ته د آسان لاسرسي نشتون، د دې بهیر د پرمخ وړلو اړوند د زده کړیالانو او زده کوونکو جدي اندیښنې له ځانه سره لرلي، خو د مخابراتو وزارت، په هیواد کې د انټرنټ د وړتیا د لوړوالي اړوند د اغیزمنو ګامونو د اوچتولو خبر ورکړی دی. دا وزارت وایي چې په تخنیکي برخه کې، ټول لازم چمتووالی نیول شوی او د سلام مخابراتي شرکت، ۵۰ زره سیم کارټونه چمتو کړي او هغه به په وړیا توګه د زده کوونکو په واک کې ورکړي.