1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پیښو ډيریدل

polio
25 Oct 2020

په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ تازه پیښې ۵۳ تنو ته ورسیدې.

د عامې روغتیا وزارت د راپورونو پر بنسټ، د روان کال له پیله تر دمګړۍ په هیواد کې د د ګوزڼ ۵۳ نوې پیښې ثبت شوې دي چې له دې منځه بیا ۳۵ یې په سویل حوزه،۸ په لویدیځه حوزه،۶ یې په سویل ختیځ،۲ په ختیځ او یوه یوه هم په شمال او شمال ختیځه حوزه کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د پولیسو په نړیواله ورځ، جګړې،ناسم باورنه او کرونایي حالت د پولیو د پيښو د ډيریدو لامل بولي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د د روغتیا نړیوال سازمان پازوال، په هیواد کې ګوزڼ ناروغۍ نویو پیښو ثبت د اندیښنې وړ بولي او د واکسینونو په کمپاینونو کې پر ونډې اخیستلو ټینګار لري.

په دې ناسته کې د روغتیا وزارت، په هیواد کې د ګوزڼ ضد واکسین له سرتاسري کمپاین څخه چې ۹/۹ میلیونه ماشومان به په کې شامل وي، هم خبر ورکوي.

د ګوزڼ ضد واکسین له پلې کیدو وروسته د نړۍ په کچه پرته له افغانستان او پاکستان هیوادونو څخه نور ټول هیوادونه له دې ناروغۍ خلاص شوي دي.

د هیوا د عامې روغتیا د وزارت د شمیرنو پر بنسټ د ۲۰۱۸ زیږدیز کال له پیله په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد ۱۱۴ میلیونه دوزه واکسینونه پلې/تطبیق شوي دي.