| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په هیواد کې د څارویو نږدې درې میلیونه پوستونه تولید شوي
08 Apr 2021
د کرنې وزارت په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د څارویو نږدې درې میلیونه پوستونو له تولید څخه خبر ورکوي.
د کرنې مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت د احصایې او مالوماتو ریاست شمیرنې ښيي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د څارویو دوه میلیونه او ۷۸۴ زره او ۲۱۸ پوستونه په ټول هیواد کې تولید شوي دي.

دا وزارت وايي چې د څارویو د پوست ډيری تولید کوونکی په هرات، سرپل، غزنی، پروان، بغلان، فاریاب، کندز، کندهار او فراه ولایتونو کې دي.
د میږې قره قُل،غوا،میږه. اووزه او ګیدړه له هغو څارویو دي چې له پوستکو یې ډيره ګټه پورته کیږي او د خلکو ډيره لیوالتیا هم له قره قُل سره ده چې د هیواد په شمال کې سمبالیږي.
د قرقُل خولۍ د افغانستان له نامتو لاسي صنایعو بلل کیږي خو په دې وروستیو کې یې ګټنه لږه شوې ده.
