د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کووید-۱۹ ناروغۍ د ۷۸۲ نویو مثبتو پیښو له ثبتیدو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي چوپړتیاوو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح وایي چې د کرونا د ۱۵۲۸ شکمنو نښو ترمنځ ۷۸۲ مثبتې نښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د ګزارشونو پر بنسټ، په کابل کې ۳۷۷ پيښې، په هرات کې ۱۵۰، په بلخ کې ۴۹، په غزني کې ۴۷، په ننګرهار کې ۳۲، په پکتیا کې ۲۸، په سمنګان کې ۲۱، په پکتیکا کې ۱۲، په لوګر کې ۱۲، په بغلان کې ۱۲، په کاپيسا کې ۱۱، په کنړ کې ۱۰، په لغمان کې ۶، په فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې ۴-۴، او په تخار کې هم ۳ پيښې ثبت شوي دي.
ښاغلي مجروح زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د دې ناروغۍ له کبله ۱۱ تنو په بلخ، ننګرهار، هرات او غزني ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ تنه نور هم روغ شوي دي.
د دې پيښو له ثبتیدو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر ۹۹۹۸ ته ورسید چې له دې منځه د قربانیانو ټولیز شمیر ۲۱۶ تنه او د روغ شویو کسانو شمیر هم ۱۰۴۰ تنو ته رسیدلی دی.