په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هرات، لوګر او بادغیس ولایتونو کې د کرونا ویروس پنځه مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وایي، په ټول هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۲۱ ته رسیدلې.
د ښاغلي مایار په وینا، په هرات ولایت کې دولس مثبتې پیښې، په سمنګان کې درې پیښې، په لوګر کې دوه پیښې او همداشان په بادغیس، کاپیسا، بلخ او دایکندي ولایتونو کې یوه-یوه مثبته پیښه شوې ده.
له بلې خوا د سارک سازمان مشرانو یو ویډیویي کنفرانس ترسره کړ چې په کې د هند لومړي وزیر ویلي چې د کوید ۱۹ ویروس یو ټول شموله ناروغي ده او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.
په همدې حال کې ولسمشر غني د دې ناروغې د مخنیوي لپاره، د سارک سازمان له خوا د یوې کاري ډلې د جوړیدو غوښتنه کړې.
ښاغلی غني همداشان ټینګار کوي چې د واټونو ټړل یو مهم ګام دی خو د اړتیا لومړنیو او د درملو لیږد کې سم مدیریت وشي.