1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۴۴۴ ته ورسید

Biologist doctor Caroline Gutsmuth prepares to swab a woman with covid-19 symptoms as she stays in her car, outside a medical biology laboratory who opened a coronavirus drive-thru testing site, in Neuilly-sur-Seine, near Paris, Monday, March 23, 2020. French President Emmanuel Macron urged employees to keep working in supermarkets, production sites and other businesses that need to keep running amid stringent restrictions of movement due to the rapid spreading of the new coronavirus in the country. For most people, the new coronavirus causes only mild or moderate symptoms. For some it can cause more severe illness, especially in older adults and people with existing health problems. (AP Photo/Christophe Ena)
08 Apr 2020

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې د کوویډ-۱۹، ۲۱ مثبتې پيښې ثبت شوي چې د دې پيښو ثبتیدو سره، ټولیز شمیر ۴۴۴ ته رسیږي.

 

د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي چې په تیرو ۲۳ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا ویروس، ۲۱ مثبتې پيښې ثبت شوې دي.

له دې نویو پيښو، دولس په کابل، درې په غزني، دوه پیښې په بغلان او یوه-یوه پیښه هم په لوګر، میدان وردک، هلمند او تخار ولایتونو کې ثبت شوي دي چې په هیواد کې د مثبتو پيښو ټولیز شمیر، ۴۴۴ ته ورسید.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار وایي چې د امیري کامپلکس د روغتون له ۶ سلنه ډیر کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دې وزارت ویاند ټینګار کوي چې په ټولو شخصي روغتونونو کې د کرونا ویروس د آزمیښتونو ترسره کیدل ناقصه دي او امر یې وکړ او دې وزارت امر کړی چې د ټولو کارکوونکو تر آزمیښت اخیستل کیدو د امیري کمپلکس ټول فعالیتونه وځنډول شي.

د مایري کمپلکس روغتون، مخکې له دې د کرونا ویروس تشخیصي آزمیښتونو ترسره کول او د دې روغتون یو روغتیاپال هم په روانه اوونۍ کې د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په همدې حال کې، د امیري کمپلکس د روغتون مسوول، میرویس امیري په یوې خبري ناسته کې ویلي چې له دوو ورځو راپدیخوا یې خپل فعالیتونه ځنډولي او د دې روغتون ۲۰ تنه کارکوونکي هم قرنطین دي.

ښاغلي امیري همداراز نیوکه وکړه او ویې ویل چې تراوسه د قرنطین شویو کسانو د آزمیښتونو لپاره د روغتیا وزارت له لورې هیڅ ټیم ندی استول شوی.

له دې سره، په هیواد کې په کرونا ویروس له اخته شویو تراوسه ۳۱ تنه روغ وشي او ۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.