د عامې روغتیا وزارت وایي، په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هرات ولایت کې ۱۵ مثبتې پيښې ثبت شوي؛ د قربانیانو شمیر هم شپږو تنو ته لوړ شوی دی.
د هرې ورځې په تیریدو سره، په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر په ډیریدو دی. په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هرات ولایت کې د ۱۵ مثبتو پیښو ثبتیدو سره، په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر، ۲۷۴ ته لوړ شو.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار وایي: “ډیرو ولایتونو کې مثبتې پيښې لرو چې تاسې ته ووایم، ډیرې پيښې په هرات ولایت کې دي چې ۱۹۹ پيښې دي. په کابل ولایت کې هم ۳۲ پیښې ثبت شوي…”
هرات لومړی ولایت وو چې په هغه کې د کرونا ویروس لومړنۍ پيښه ثبت شوه، له هغه مهاله تراوسه، په دې ولایت کې ۱۹۹ پیښې ثبت شوي چې د روغتیایي توکو د کموالي له کبله اندیښنې هم ښودل شوي، خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې دوی په دې ولایت کې د روغتونونو وړتیا، ۷۰۰ بسترونو ته لوړوي.
ښاغلي مایار زیاته کړه: “د شیدایي روغتون اوس مهال د سلو او له هغه ډیرو بسترونو وړتیا لري، بل روغتون هم چې پرانیستل شو، ډیر لږ کار یې پاتی دی، خپل کار پیلوي چې د نږدې درې بسترونو وړتیا لري، په ټوله کې په هرات کې ځانګړي شوي روغتونونه، انشاءالله چې د ۷۰۰ بسترونو وړتیا به ولري، په نږدې راتلونکي کې.”
له بلې خوا تمه ده نړیوال بانک د کوویډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې او د روغتیا سکټور د پیاوړتیا لپاره، له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.
دې بانک د یوې اعلانپاڼې خپرولو سره ویلي: “د بیړنیو مرستو دا بسته چې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو بهیر له هر مهاله ډیر پياوړی کوي، ترڅو په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدل ټکنی او په اړتیا کې د بیسارې لوړوالي په صورت کې، د افغانستان د خلکو لپاره ښه روغتیایي خدمات وړاندې شي. “
له دې ټولو سره ولسمشرۍ ماڼۍ د مرکزي حوزې هر ولایت ته، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک