د روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د ۲۵۹ نویو مثبتو پيښو له ثبتیدو خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت پازوال وایي د کرونا ویروس ۶۱۹ شکمنو نښو ترمنځ ۲۵۹ نښې مثبتې دي.
د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ په بلخ کې ۴۹ مثبتې پيښې، په کندهار کې ۲۹، په کابل کې ۲۷، په تخار کې ۲۵، په ننګرهار کې ۲۳، په هرات کې ۲۲، په کنړ کې ۱۰، په پروان کې۱۰، په بادغیس کې ۸، په جوزجان کې ۷، په بغلان، وردک او لوګر کې ۶-۶ پيښې، په دایکندي او پنجشیر کې ۵-۵ پيښې، په زابل، نیمروز او کندز کې ۳-۳ پيښې، په فراه، بامیان او هلمند کې ۲-۲ پيښې، او په لغمان ولایت کې هم یوه پيښه ثبت شوې ده.
په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس له کبله په هرات، لوګر، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۲ تنه نور هم روغ شوي دي.
له دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولیز شمیر ۵۲۲۶ ته ورسید چې له دې منځه ۱۳۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په تیرو ۲۴ ګړیو کې بلخ، تخار، کابل، هرات او ننګرهار ولایتونه په کرونا ویروس ډیر اخته کسان لري.