د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۵۳۱ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي چوپړتیاوو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح (پنځه نۍ، غوایي لومړۍ / مې۲۱) په یوه خبري ناسته کې وویل چې د کرونا د ۱۰۰۷ شکمنو نښو ترمنځ، ۵۳۱ مثبتې پيښې په ۱۵ ولایتونو کې ثبت شوي.
د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په کابل کې ۲۷۴ پيښې، په هرات کې ۶۹، په بلخ کې ۵۵، په ننګرهار کې ۳۵، په وردک کې ۲۶، په سرپل کې ۱۵، په پروان کې ۱۳، په پکتیکا او خوست کې ۱۲-۱۲، په پکتیا کې ۷، په لغمان کې ۵، په فاریاب کې ۳، په جوزجان او فراه کې ۲-۲، او په بادغیس کې هم ۱ مثبته پيښه ثبت شوې ده.
ښاغلي مجروع زیاته کړه چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د دې ناروغۍ له کبله شپږ تنو په بلخ، پکتیا، لوګر،هرات او پنجشیر ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور هم روغ شوي دي.
د نویو پيښو له ثبتیدو سره، په هیواد کې د کووید-۱۹ ناروغۍ شمیر ۸۶۷۶ ته ورسید چې له دې منځه تراوسه ۱۹۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳۸ تنه نور هم روغ شوي دي.