1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د کرونا ویروس د ۷۵۸ نویو پيښو ثبتیدل

22-3-1
03 Jun 2020

په تیرو ۲۴ ګړیو کې د ۱۳۲۳ شکمنو نښو ترمنځ ۷۵۸ پيښې مثبتې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي د نویو پيښو له ثبتیدو سره، په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیر ۱۷ زره او ۲۶۷ تنو ته رسیدلی دی.

په کابل کې ۳۳۲ مثبتې پيښې، په هرات کې ۲۱۶، په کندهار کې ۵۴، په بلخ کې ۵۲، په جوزجان کې ۴۸، په لوګر کې ۱۹، په کنړ او فاریاب کې ۱۱-۱۱، په ننګرهار کې ۳، او په سمنګان ولایت کې هم دوه مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په تیرو ۲۴ ګړیو کې د دې ویروس له کبله ۲۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۸ تنه هم روغ شوي دي.

د قربانیانو شمیر۲۹۴ تنه او د روغ شویو کسانو شمیر هم ۱۵۲۲ تنو ته رسیږي.