1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتو پیښو شمیر ۱۷۴ تنو ته ورسید

91521853_1549530908555359_7735982797340278784_n
31 Mar 2020

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پیښو شمیر ۱۷۴ کسانو ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د اتو میرمنو په ګډون ۲۵ نوې مثبتې پیښې په هرات،دوه په کندهار،یوه په نیمروز او یوه بله هم په دایکندي ولایت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا،دا پیښې  په کووید ۱۹ دوه سوه (۲۰۰) شکمنو کسانو له منځه د هرات او کابل په آزمښت ځایونو کې تشخیص شوې دي.

په همدې حال کې د آمریکا متحده ایالاتونه د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره د افغانستان له حکومت سره له پنځه میلیونه ډالري مرستو خبر ورکړی دی.

په کابل کې د آمریکا سفارت په اعلانپاڼه کې ویلي دي،دا شمیر پیسې د کووید ۱۹ د تشخیص او درملنې په موخه په تیره کورنیو بیځایه شویو څخه د ملاتړ لپاره ترسره کیږي.

اعلانپاڼه همدا شان زیاتوي چې آمریکا د کرونا ویروس د آزمښت ځایونو ښه والي،دمخنیوي مدیریت د مکروب کنټرول او تخنیکي مرستو څارنې څخه ملاتړ ټه ژمنه ده.