په افغانستان کې د کووید ۱۹(کرونا ویروس) مثبتې پیښې ۱۹۶ تنو ته ورسیدې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي،د دو میرمنو په ګډون ۱۲ مثبتې پیښې په هرات،۶ په کابل او یوه یوه پیښه هم په فراه،غزني،بغلان او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د دې نویو مثبتو پیښو په ثبت سره په افغانستان کې د څلورو بهرنیو سرتیرو په ګډون،د دې ویروس مثبتو پیښو شمیر ۱۹۶ کسانو ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت همدا شان اعلان وکړ چې په دې وروستیو کې،په هرات کې یوه ۷۰ کلن کس د کووید ۱۹ نا روغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې په هیواد کې د دې ویروس له کبله مړه شویو کسانو شمیر هم ۴ تنو ته رسیدلی او ۵ کسان هم بیرته روغ شوي دي.
په همدې حال کې د بلخ سیمه ییز پازوال د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي لپاره،په مزارشریف ښار کې د ټولو سوداګریزو مارکیټونو له تړل کیدو خبر ورکوي او وایي درمل پلورنځایونه او د خوراکي توکو هټۍ به خپلو چارو ته دوام ورکوي.
د بلخ د والي ویاند منیرفرهاد ټینګار کوي چې تمه ده،د راتلونکې اوونۍ پیلنۍ په ورځ مزارشریف ښار په بشپړه توګه قرنطین کیږي.