د هیواد د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د ۲۷۱ نویو مثبتو پیښو له ثبته خبر ورکوي.
د روغتیا وزارت وایي چې د نویو پیښو له منځه ۱۳۰ په کابل،۳۰ په هرات،۲۸ په بلخ،۱۴ په تخار،۱۳ په بامیان،۱۲ په نیمروز،۱۲ په کندهار،۷ په بغلان،۵ په پنجشیر،۵ په کنړ،۴ په هلمند،۴ په بادغیس،۳ په ننګرهار،۲ په زابل ۱ په میدان وردک او یوه هم په لغمان ولایتونو کې ثبت شوې ده.
دا وزارت همدا راز وایي چې په تیرې یوې شپې او ورځ کې ۱۲ کسانو په کابل،هرات،ننګرهار او پروان ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۳۰ تنه هم روغ شوي دي.
په هیواد کې د کووید۱۹ نا روغانو شمیر هم ۳۱ زره او ۲۳۸ تنو ته رسیږي چې له دې منځه بیا ۷۳۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ زره او ۹۳۴ تنه هم روغ شوي دي.