د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د ۵۴۲ نویو پيښو له ثبتدیدو خبر ورکوي.
د روغتیا وزارت د روغتیایي چوپړتیاو د ویشلو مرستیال وحید مجروح نن ( غبرګولی ۲۰/ جون ۹ ) په یوه خبري ناسته کې ویې ویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د ۱۲۲۵ شکمنو نښو ترمنځ ۵۴۲ پيښې په ۱۱ ولایتونو کې مثبت ثبت شوي دي.
د دی وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په کابل کې ۲۱۳ پیښې، په هرات کې ۱۴۲، په ننګرهار کې ۹۲، په غزني کې ۳۶، په پکتیا کې ۲۲، په لغمان کې ۱۲، په کندز کې ۸، په پنجشیر کې ۷، په کاپیسا کې ۵، په لوګر کې ۴ او په کنړ کې هم ۱ مثبته پيښه ثبت شوې ده.
ښاغلي مجروح زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۱۵ تنو په کابل، غزني، پکتیا او بلخ ولایتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۴۸۰ تنه هم روغ شوي دي.
په هیواد کې د کرونا ویروس ټولیز شمیر ۲۱۴۵۹ تنه ته ورسید. چې له دې منځه ۳۸۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶۵۱ تنه هم روغ شوي دي.