د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس د ۷۴۸ نویو مثبتو پيښو له ثبتدیدو خبر ورکوي.
دا وزارت وایي د کرونا ویروس د ۱۸۸۸ شکمنو نښو ترمنځ ۷۴۸ مثبتې پیښې په ۱۲ ولایتونو کې مثبتې ثبت شوي دي.
د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ په کابل کې ۳۱۱ پيښې، په هرات کې ۱۸۱، په پکتیا کې ۷۸، په کندهار کې ۵۰، په ننګرهار کې ۳۶، په بادغیس کې ۳۲، په پروان کې ۲۱، په کاپیسا او کنړ کې ۱۰-۱۰، په غور کې ۸، په فاره کې ۶ او په لغمان ولایت کې هم ۵ پيښې ثبت شوي.
دا وزارت همداشان اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د دی ویروس له کبله ۲۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۳ تنه هم روغ شوي.
دمګړۍ په هیواد کې د کرونا ویروس شمیر ۲۲ زره او ۸۹۰ تنو ته رسیدلی چې له دې منځه ۴۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دری زره ۳۲۶ تنه هم روغ بیا روغ شوي دي.
له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت واکپال وایي چې وروسته له دې شخصي مرکزونه هم کولې شي چې د کووید-۱۹ ناروغان څخه پاملرنه وګړي.