د عامې روغتیا وزارت وایي چې دا کسان له بهره هیواد ته ستانه شوي او د معاینو وروسته، په دوی کې د کوویډ ۱۹ نښې لیدل تایید شوي دی.
د کرونا ویروس، په افغانستان کې هم د نورو هیوادونو په څير د ډيریدو په حال کی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مایار، له رسنیو سره په مرکه کې په سمنګان ولایت کې د کوویډ ۱۹ د یوې مثبتې پیښې د ثبتیدو خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه چې په دې ویروس اخته کس، هغه ځوان دی چې په دې وروستیو کې هیواد ته ستون شوی دی.
د روغتیا وزارت مخکې له دې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د څلورو مثبتو پيښو د ثبت پخلی کړی وو او د دې وزارت د شمیرنو پر بنسټ، تراوسه په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۴۲ شکمنې پیښې ثبت شوي چې ۱۳۷ یې منفي وې.
له دې سره، د سمنګان یو شمیر اوسیدونکي د دې ویروس د شمیرنې د ډیریدو له کبله اندیښنه ښيي.
د سمنګان یو اوسیدونکی، ظاهر یعقوبي وایي چې د دې ویروس ګواښ، د اندیښنې وړ دی او حکومت باید د کوویډ ۱۹ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
که څه هم مخکې له دې روغتیاپالانو ویلي چې د کوویډ ۱۹ له کبله د مړینې کچه د نورو ناروغیو په پرتله ټیټه ده، خو د دې ناروغۍ چټک خپراوی د دې لامل شوی چې په لنډه موده کې، ډیرۍ کسان په دې ناروغۍ اخته شي.
د وروستیو شمیرنو له مخې، اوس مهال د نړۍ په ۱۱۵ هیوادونو کې ۱۱۵ زره تنه په دې ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې؛ نږدې ۶۵ زره تنه روغ شوي، خو له څلورو زرو تنو ډيرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.