په تیرو ۲۴ ګړیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۶۸ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال نن (غویي/ثور ۱۷) په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې ۱۶۸ نوې پیښې ثبت شوې دي.
ښاغلي مجروح زیاته کړه په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۹ کسانو چې، ۵ په هرات،یوه په کابل،یوه په بلخ،یوه په تخار او یوه هم په پروان ولایت کې دي خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷ تنه هم روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت وایي چې د نویو مثبتو پیښو له منځه ۶۷ په کابل،۳۲ په هرات،۱۴ په کندهار،۱۱ په ننګرهار،۹ په لغمان،۹ په فاریاب،۸ په لوګر،څلور په بلخ،څلور په پکتیا،څلور په بغلان،دوه په کنړ،یوه په هلمند،یوه په سمنګان،یوه په سرپل او یوه پیښه هم په نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
له دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتو پیښو شمیر هم ۳۳۹۲ ته ورسید چې له دې منځه بیا ۱۰۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵۸ هم روغ شوي دي.